google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
هلمند کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځانوژنه کړې
انصارپرس: ( د سنبلی 7مه)، د افغانستان کورنیو رسنیو په هلمند کې د طالب سیمهییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ولایت کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځانوژنه کړې ده.
دې ښځې د سنګین ولسوالۍ په یوه روغتیايي کلینیک کې د قابلې په توګه کار کاوه. د راپورونو پر اساس، د هلمند امنیه قوماندانۍ ویلي چې "دې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه کړې ده او د پېښې اړوند د ښځې خاوند نیول شوی دی". ویل کېږي چې دې قابلې د دوا په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





