google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي                
نور   د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
               
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
2026/08/27-05:19

انصارپرس: ( د سنبلی5مه)، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په دوام، تازه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې 640 نور افغانان له پاکستاني بندخونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دوی کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل او تر بېلابېلو مودو پورې په پاکستان کې بندیان شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې چې دا افغانان روانه اوونۍ د پاکستان له بندخونو راخوشې شوي دي.

 کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د دغو کسانو له ډلې 585 کسان د تورخم فرضي کرښې او 55 کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرچینې په وینا چې دغه کسان په لېږد امریتونو کې تر ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز لیکلي چې یاد وزارت په بهر کې د افغان کډوالو د حقونو پر ساتنې او ازادۍ ټینګار کوي او ژمن دی چې په کور دننه ورته مناسب شرایط برابر کړي.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د پاکستان له بندخونو سلګونه افغانان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي وو.

 

#افغانستان                #پاکستان                #طالبان                #زندان                #کډوالو               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
د پاکستان له بندخونو نږدې 650 افغانان راخوشې شوي