google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پیښو د ثبتیدو خبر ورکوي
انصارپرس: ( د سنبلی2مه)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دوه مثبتې پیښې په هرات، یوه په پکتیکا او یوه هم په کندهار کې ثبت شوي دي. د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر 19 ته ورسېد. افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي پکې لا نه ده له منځه وړل شوې. په روان کال کې په پاکستان کې هم د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





