google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
طالبانو په ټول هیواد کې هر ډول مظاهرې منع اعلان کړې
انصارپرس: ( د سنبلی 1)، د طالبانو د عدالیې وزارت اعلان وکړ چې د پولیسو لپاره یې یو نوی قانون تصویب کړی چې په ټول افغانستان کې هر راز مظاهرې منع کوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قانون، چې دوه څپرکي، 5 فصلونه او 53 مادې لري، د دوی د مشر هیبت الله اخندزاده له لوري توشیح شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی. د دې قانون په پنځوسمه ماده کې ویل شوي چې د افغانستان په ټوله خاوره کې هر ډول مظاهرې منع دي. د دې قانون تطبیق د کورنیو چارو وزارت دنده بلل شوې او د پولیسو، چې دوی پرې شرطه نوم ایښی، ځینې نور مسوولیتونه هم یاد شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





