google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ «د زمري په 29مه» د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، له دوړو او خاورو سره د تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
په اېکسپاڼه د دې ادارې خبرپاڼه وايي، په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له 10 تر 30 ملي متره پورې اټکل شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له پورته کېدو سره د سختو بادونو د لګېدو امکان شته او په بېلابېلو سیمو کې یې سرعت په ساعت کې له 50 تر 95 کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





