google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغان ښځو د کار کچه "5،1 سلنه" ته راټیټه شوې
د کار نړیوال سازمان (ای اېل او) وایي، په 2021 کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو د کار کچه شاوخوا 5 سلنې ته راټیټه شوې ده.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه ولګول. ښځې یې په 2022 کال کې په ډېرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې او په 2023 کال کې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په ډېرو نادولتي ادارو او مؤسسو کې د هغوی پر کار کولو بندیز ولګاوه. درې میاشتې وروستهیې په ټول افغانستان کې د ښځینهوو سینګارځایونه چې ډېرې ښځې پهکې په کار بوختې وې، وتړل. د ښځو پر کار دغو محدودیتونو د ډېرو هغو کورنیو په ځانګړي ډول د هغو چې ښځې یې سرپرستې او یوازنۍ نفقه ګټونکې دي، پر ژوند او اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز کړی دی. د کار نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې په چی خپله وېبپاڼه کې خپور کړی ویلي چې د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې د افغانستان د کار بازار له ژورو جوړښتي بدلونونو سره مخ و، داسې بدلونونه چې ځانګړنې یې په زیاتېدونکي ډول جنسیتي توپیرپالنه، د نارینهوو پر کار اتکا او له اقتصادي فعالیتونو څخه د ښځو پراخ محرومیت جوړوي. په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کاري ځواک په توګه د ښځو ونډه 5،1 سلنې ته راټیټه شوې، په داسې حال کې چې نارینه د کار موندنې زیاته برخه جوړوي. اټکل کېږي چې په 2026 کال کې د نارینهوو د اشتغال کچه د 2020 کال چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې وه، په پرتله شاوخوا 22 سلنه لوړه شوې. د کار د نړیوال سازمان په وینا د ښځو د لږ اشتغال له پلوه افغانستان له یمن وروسته په نړۍ کې دوهم ځای لري چې هغه له اقتصادي فعالیتونو څخه د ښځو د محرومیت بېساری وضعیت په ډاګه کوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





