google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د 2026 کال اسیایي سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې نوملړ اعلان شو
انصارپرس: ( د زمري27مه)، افغانستان کرکټ بورډ د 2026 کال اسیایي سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
دغه بورډ په اېکس کې لیکلي چې دروېش رسولي به په دغو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري. اسحاق رحیمي، حسن عیسیخېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمانالله صافي، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټي، عرب ګل، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزی هم په دې لوبډله کې شامل دي. د 2026 کال اسیایي سیالۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر له 24مې څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې د جاپان په ایچي-ناګویا کې ترسره شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





