google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ملا هبت الله: «غیر شرعي غوښتنې» نه منو
انصارپرس: (د زمري 26مه)، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په مناسبت د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو د څرګندونو په غبرګون، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي چې هغه به د هیچا «غیرشرعي» غوښتنې ونه مني.
د طالبانو مشر تېر پنځه کاله په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، خو کله ناکله د طالبانو ویاندویان د هغه غږیزې بیانیې خپروي. شنبه د زمري 24مه، د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځم کال په مناسبت د کندهار په هوايي ډګر کې د یوې غونډې پر مهال ملا هبت الله اخندزاده خبرې کړي. د هغه غږیزه بیانیه د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه خپره کړې: ملا هبت الله ویلي: « د هغو کسانو تابعداري نه کوو چې هغه [بې علم او جاهلان] دي او زموږ څخه د شریعت خلاف تقاضاوې کوي. د هغو خبره موږ نه منو. هېڅوک دې له موږه دا تمنا او دا تقاضا نه کوي چې موږ به د الله پر ځای باندې د دوی خبره منو.» د طالبانو مشر د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د قوانینو په دوامداره پلي کیدو ټینګار وکړ او قصاص او حدود یې د امنیت لپاره اړین وګڼل. هغه د نجونو د تعلیم یادونه ونه کړه، او زیاته یې کړه چې د دوی حکومت له بهر څخه نه دی راوړل شوی، بلکې په افغانستان کې دننه جوړ شوی دی. د طالبانو حکومت تر اوسه پورې یوازې د روسیې لخوا په رسمیت پیژندل شوی. په ښځو او نجونو د طالبانو پراخ محدودیتونه او د بشري حقونو سرغړونې د طالبانو د رسمیت پيژندلو مخه نیولې او طالبانو هم د خپلو سختدریځیو د لرې کولو لپاره هېڅ نرمښت نه دی ښوولی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





