google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان کرکټ لوبډلې له آیرلنډ څخه وروستۍ لوبه هم وګټله
انصارپرس: ( دزمري25مه)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، له آیرلنډ څخه خپله پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه هم د شپږو ویکټو په توپیروګټله.
د آیرلنډ لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځیدو 289 منډې کړې او د افغانستان لوبډلې ته یې د 299 منډو هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د څلورولوبغاړو په سوځیدو 302 منډې وکړې او ټاکلی هدف یې پوره کړ. تردې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته رسیدلې او نورې درې لوبې افغانستان ګټلې وې. تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو کوربتوب وکړي. دا لوبې په هند کې ترسره کیږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





