google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اندونیزیا کې د ریښتر په کچه د 7.7 درجې زلزلې پنځه کسان مړه کړل
انصارپرس: ( د زمري 24مه)، اندونیزیا چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه د 7.7 درجې زلزلې له امله پنځه کسان د خوب په حالت کې د ودانیو نړېدو له امله مړه، او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د زلزلې له امله د سونامي خبرداری ورکړل شو.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه زلزله نن سهار (شنبه، د زمري 24مه) د اندونیزیا په ختیځو اوبو کې رامنځته شوې چې له امله او د «ناګکیو» سیمې شاوخوا دوه زره اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي. د اندونیزیا د هواپېژندنې او جیوفزیک ادارې (BMKG) ویلي چې لومړۍ زلزله پر ځايي وخت سهار هنږدې پنځه بجې وشوه او ژوروالی یې د ځمکې لاندې 15 کیلومترۍ ثبت شوی دی. راپورونه ښيي چې د ختیځې او لوېدیځې نوسا تِنګارا او همداراز د سویلي سولاوېسي په ځینو برخو کې سختې زلزلې احساس شوې او په ځینو سیمو کې یې شاوخوا یوه دقیقه دوام کړی، همداراز یو شمېر کورونه، ګودامونه او دولتي تاسیسات هم زیانمن شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





