google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
حامد کرزی: خوشحاله یم چې په افغانستان کې پاتې شوی یم
انصارپرس: ( د زمری22مه)، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوې ایټالوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي چې په دې خوشحاله دی چې په افغانستان کې پاتې شوی څو د وضعیت د بهتروالي لپاره کار وکړي.
به گزارش انصارپرس، هغه ویلي چې اوس د پښېمانۍ او پخلاینې وخت دی او هڅه کوي چې مسایلو ته د جمهوریت یا امارت له زاویې ونهګوري. هغه وړاندې ویلي چې غواړي چې د ګډ ژوند لپاره زمینه برابره شي څو د هېواد د خیر ښېګڼې لپاره کار وشي. ښاغلی کرزی په دې مرکه کې د ولسواکۍ او په ښځو باندې د محدودیتونو په ارتباط د یوې پوښتنې په ځواب کې وايی: "زدهکړې یوه سیاسي موضوع نهده. که انتخابات وي او که نهوي، ښوونځي باید پرانیستي وي." حامد کرزی زیاتوي چې په افغانستان کې ټول خلک د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نهدي او په تعلیم او ادبیاتو کې د رابعه بلخي، ګوهرشاد بېګم، نازو انا او عایشه دراني په تاریخي ونډو استدلال کوي. کوریر دوله سیرا ورځپاڼه وايي چې حامد کرزی د طالبانو تر واک لاندې کابل کې عملاً نظربند اوسي او له میلان څخهیې دغه انلاین مرکه ورسره له 6 میاشتې انتظار وروسته ترسره کړې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





