google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
زیني وند : له دوه ملیونه زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي دي
د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، د ناقانونه افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو بهیر لا هم دوام لري او د 1404 کال د حمل له میاشتې راهیسې د دغې لړۍ په ترڅ کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.
د دې وزارت ویاند علي زیني د دوشنبې په ورځ، د اسد په 19مه، ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د دغه پلان پلي کول له جګړې وروسته هم نه دي درول شوي. د هغه په وینا، ځینې کډوال په خپله خوښه او ځینې نور د قضايي حکم له مخې له ایران څخه وتلي دي. هغه زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې، له 200 زرو څخه زیاتو افغان کډوالو په خپله خوښه ایران پرېښی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





