google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې                
نور   وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
               
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
2026/08/10-05:21

انصارپرس: ( د زمری 19مه)، د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه 134 کیلوګرام نشه‌يي توکو له ترلاسه‌کېدو خبر ورکړی چې له بدخشان څخه هلمند ولایت ته قاچاق کېدل.

وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي د څلورو کسانو له لوري په یو موټر کې ځای پرځای شوي وو او په میدان‌وردګ ولایت کې د پلټنې پرمهال نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په دې تړاو نیول‌شوي څلور کسان به ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو په تړاو سلګونه کسان نیول شوي او زرګونه کیلوګرام بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د یادولو ده چې د طالبانو حکومت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

بلخوا د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په هېواد کې د نشه‌يي توکو د هر ډول کاروبار پر وړاندې به جدي مبارزه کېږي، او هېچا ته به په دې برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

#افغانستان                #طالبان                #وردگ                #موادمخدر               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
وردګ ولایت کې د 134 کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press