google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په یو کال کې تر 650 زره ډېر افغاني پاسپورټونه وېشل شوي
انصارپرس: ( د زمری19مه)، د طالبانو حکومت وايي، په تېر یو کال کې په ټول افغانستان کې تر 650 زره ډېر عادي پاسپورټونه وېشل شوي او تر 16 زره د زیاتو بهرنیو وګړو ویزې تمدید شوې دي.
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیخ الله مجاهد پرون وویل، د احصایې او معلوماتو ادارې نژدې 2 میلیونه برېښنايي او شاوخوا 1 میلیون کاغذي تذکرې وېشلې دي. همداراز د پاسپورټ د غوښتنلیک فورمه له 9 پاڼو یوې پاڼې ته راکمه شوې ده. دا څرګندونې په داسي حال کې شوي چې لا هم ډېر افغانان په ځانګړي ډول د برېښنايي تذکرو په ترلاسه کولو کې د ستونزو او ځنډ خبره کوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





