google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ایران: د هرمز تنګي بیرته پرانیستل په امریکا پورې تړلي دي
ایران وایی، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د کشتیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره د یوه نوي میکانیزم پر سر هوکړه، لازماً په دې معنا نه ده چې دغه لاره به بېرته پرانیستل کیږي.
د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو یوه ویاند وویل، مخکې له دې چې هرمزتنګی پرانستل شي متحده ایالات باید د ایران غوښتنې ومني. هغه له واشنګټن څخه وغوښتل چې له عمان سره له روانو خبرو ځان لرې وساتي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ادعا کړې چې واشنګټن په دغو خبرو اترو کې ښکېل دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې تهران او مسقط د یوې هوکړې لاسلیک کولو ته نږدې شوي دي. عراقچي وویل، د خبرو هدف دادی چې له هرمز تنګي څخه د کشتیو د تېرېدو یوه نوې، لنډمهاله لاره رامنځته شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





