google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ                
نور   د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
               
د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
2026/08/05-04:28

انصارپرس: ( د زمری14مه)، د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن چهارشنبه د اګسټ «په 5مه» په ایرلنډ کې پیلېږي.

د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په 2:15 بجو د ایرلنډ د «بریډي» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لړۍ د اګسټ تر 14مې نېټې پورې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې ښکاره کړي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړي.

د ایرلنډ کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د احتمالي اعتراضونو د اټکل له امله‌یې د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره همغږي کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې پنځه سیالۍ په خوندي ډول ترسره شي.

د دغو سیالیو کوربه‌توب په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.

#افغانستان                #ایرلند                #کرکت               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ

د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press