google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
انصارپرس: ( د زمری14مه)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي چې د استرالیا له سخاوتمندانه 9 میلیونه استرالیايي ډالرو چې شاوخوا 6،34 میلیونه امریکايي ډالره کېږي، مرستې څخه مننه کوي.
اوچا زیاته کړې، په داسې حال کې چې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او مالي سرچینې محدودې دي، دا مرسته به په ټول افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام لپاره زمینه برابره کړي. اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د 2026 کال له پیل څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، دغې ادارې یوازې د خپلې اړتیا وړ بودجې 17 سلنه ترلاسه کړې ده. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړ کسان هره ورځ له سختو انتخابونو سره مخ دي، دا چې خواړه واخلي که درمل او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا. دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم خبرداری ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې 13،8 میلیونه کسان د خوړو له بحراني یا بېړني ناامنۍ سره مخامخ دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





