google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
افغانستان ته د قزاقستان د غلې په صادراتو کې 57 سلنه زیاتوالی راغلی
انصارپرس: ( د زمری13مه)، قزاقستان د تېر کال د سپمټبر میاشتې راهیسې تر اوسه 2.4 ملیون ټنه غله افغانستان ته صادره کړې ده.
د یاد هېواد د کرنې وزارت وايي د مخکېني کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته د دوی د غلې په صادراتو کې 57 سلنه زیاتوالی راغلی دی. په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د منځني اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړې. اوسمهال اکثر اولیه خوراکي مواد او د سونګ توکي له منځنۍ اسیا افغانستان ته واردېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





