google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د پاکستان په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسان 17 او ټپیانو 34 ته ورسید
انصارپرس: (د زمری12مه)، د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د پولیسو پریوه ماموریت په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر لږترلږه 17 ته ورسید.
د رویترز د راپورله مخې دا پیښه تیرماښام د دې ولسوالۍ په کبل سیمه کې داسې مهال شوې چې په همدې سیمه کې د یکشنبې په ورځ د سیمې د اوسېدونکو له خوا د پولیسو په ملاتړ یوه غونډه روانه وه. خو سمدستي نده څرګنده چې ایا د دغه برید اصلي هدف همدا غونډه وه که نه. مخکې په دې پیښه کې د لږترلږه 14 کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و خو چارواکو وروسته وویل چې د دې پیښې درې ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړه. د ټپیانو شمیر چې مخکې چارواکو 18 تنه ښودلی و، لږترلږه 34 ته رسیدلی دی. چارواکو مخکې د وژل شویو 14 کسانوپه ډله کې، پنځه یې پولیس، اته یې ملکي وګړي او یویې احتمالي ځانمرګی یاد کړي وخو نده څرګنده چې درې نور چې په روغتون کې یې ساه ورکړې، ملکي وګړي او که پولیس دي. تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





