google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
امریکا خپلو وګړو ته په منځني ختیځ کې د سیمې د پرېښودو لپاره د چمتووالي سپارښتنه وکړه
انصارپرس: ( د زمری11مه)، په اسرائیل، اردن او عراق کې د امریکا سفارتونو د امنیتي خبرداریو په خپرولو سره له امریکایي وګړو غوښتي چې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د شخړو د احتمالي زیاتېدو له امله احتیاط وکړي او د منځني ختیځ د پرېښودو لپاره چمتو واوسي.
په دغو خبرداریو کې ویل شوي چې امریکایي وګړي باید د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریمونو د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو د ګډوډېدو احتمال په پام کې ونیسي او ځان ورته چمتو کړي. همدارنګه له هغو امریکایانو څخه چې له سیمې بهر دي غوښتل شوي چې منځني ختیځ ته د سفر یا له دې سیمې د تېرېدو په اړه په جدي توګه له سره غور وکړي. د اردن په پلازمینه امان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په اردن کې پوځي اډو ته له تګ څخه ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی چې ایران او ورسره همغږي ډلې ښايي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا ګټې، ادارې او وګړي په نښه کړي. په عراق کې د امریکا سفارت هم په ایکسپاڼه کې لیکلي چې که شخړې زیاتې شي، امریکایي وګړي باید د سیمې د پرېښودو لپاره چمتو واوسي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





