google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ لپاره امنیتي تدابیر نیول کېږي
انصارپرس: ( د زمری11مه)، د آیرلنډ د کرکټ ادارې ویلي، د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې د اعتراضونو احتمال ته په پام یې مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره یې همغږي کړې، څو ټولې پنځه لوبې په خوندي ډول ترسره شي.
د دغو سیالیو کوربتوب د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی. د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي، د سولهییزو اعتراضونو حق خوندي دی، خو که اعتراضونه د نورو حقونه زیانمن کړي، امنیت ګډوډ کړي یا قانون مات شي، نو پولیس به قانوني او متناسب اقدام وکړي. د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې له دې سیالۍ څخه ممکن طالبانو ته تبلیغ وشي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





