google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی                
نور   پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
               
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
2026/08/01-06:03

انصارپرس: (د زمری10مه)، بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د اوکراین پر پلازمېنه «کي‌يف» د روسیې د تازه بریدونو له امله نهه کسان وژل شوي او 25 نور ټپيان شوي دي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی

په راپورونو کې د اوکرایني چارواکو په حواله د روسیې د دغو بریدونو له امله اوکراینانو ته اوښتې مرګ‌ژوبله تایید شوې چې ماشومان هم پکې شامل دي.

ویل کېږي چې له دغو بریدونو وروسته د کي‌یف ښار په «سولومیانسکي» ولسوالۍ کې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده. 

اوکرایني چارواکو د روسیې دا بالستیک، توغندیز او ډرون بریدونه غندلي او دا یې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د روسیې له لوري په اوکراین کې د عامې خلکو مرګ‌ژوبله لوړه شوې چې د اوکرایني چارواکو په وینا، په ډېرو بریدونو سره د عامې خلکو استوګنیزې ودانۍ په نښه کېږي. 

د اوکراین او روسیې پر جګړې کلونه اوړي، چې تر دې دمه زرګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي، او همداراز تر اوسه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند کومې نښې نه لیدل کېږي.

په ورته مهال د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو وخت ناوخت د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوربند لپاره هڅې کړې، خو لا یې هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

 

#اوکراین                #روسیه                #جګره               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه کی 9 کسانو وژلی شوی