google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي                
نور   ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
               
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
2026/07/27-06:30

د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه ‌یف چې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللی، په روان کال کې خپل هیواد ته له افغانستانه د وارداتود زیاتوالي خبر ورکوي.

ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو له ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره د هغه د کتنې په اړه خپره کړې، خواجه یف ویلي چې تېر کال یې هیواد ته د افغانستان مجموعي صادرات 150 میلون ډالره وو خو د روان کال له پيله تر اوسه ازبکستان ته د افغانستان صادرات 111 میلیون ډالرو ته رسېدلي او تمه ده چې د کال تر پایه دغه کچه نوره هم زیاته شي. افغانستان ترډیره وچې او تازه میوې، پنبه، د ډبرو سکاره اوغالۍ ازبکستان ته صادروي.

خواجه یف همدارنګه ویلي چې ازبکستان تر اوسه افغانانو ته 5 زره ویزې ورکړي چې د هغه په ټکو دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا ښودنه کوي. د ازبکستان د صدراعظم مرستیال چې د لوړپوړوچارواکو، سوداګرو او پانګوالو د یوې لوی پلاوي په مشري کابل ته تللی، دغه راز یې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یوشمیرنورو چارواکو سره هم لیدنې کتنې ترسره کړي دي.

په تیرو څه کم پنځوکلونوکې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د منځنۍ آسیا د یوشمیرنورو هیوادونو پرتله له ازبکستان سره یې په ډیرو برخو کې اړیکي پراخې شوې دي.

 

#افغانستان                #طالبان                #ازبکستان                #ملاحسن                #اقتصاد                #تجارت               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي