google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د طالبانو ریسالوزرا او له ازبکستان څخه د راغلي پلاوي کتنه
د طالبانو حکومت ریسالوزرا ملا محمد حسن اخند له ازبکستان راغلی د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او ورسره مل لوړ پوړي پلاوي سره وکتل.
ارګ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې جمشید خواجهیوف په دې غونډه کې وویل چې افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف په لارښوونه د دې لوی پلاوي د سفر اصلي هدف د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د شویو ژمنو عملي کار پیل کول دي. په مطبوعاتي اعلامیه کې د ښاغلي خواجهیوف له قوله ویل شوي چې ازبکستان ته د افغانستان ټول صادرات تېر کال 150 میلیون ډالرو ته رسېدلي وو، خو د روان کال له پیل راهیسې دا 111 میلیون ډالرو ته رسېدلي او تمه کیږي چې دا شمېره به د روان کال تر پایه نوره هم زیاته شي. په همدې حال کې ملا محمد حسن اخند د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دې پلاوي سفر مهم وباله او ویې ویل چې د لوی ازبک پلاوي سفر او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان په راتلونکي باندې د دې هېواد د قوي باور نښه ده. ملا محمد حسن اخوند په پای کې د ازبکستان مرستیال لومړي وزیر ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د دې ورور او دوست هېواد سره د اړیکو په پیاوړتیا خوښ دی او په خپلو ژمنو بشپړ ژمن دی. په دې غونډه کې د ریاستالوزرا د دفتر عمومي ریس ډاکټر ملا عبدالواسع، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري او په ازبکستان کې د طالبانو حکومت سفیر شیخ عبدالغفار بحر هم شتون درلود.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





