google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان                
نور   په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
               
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
2026/07/26-02:38

انصارپرس: ( دزمری4مه)، په سوریه کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان شوي دي.

په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه پرون شنبه، د دمشق او د دېرالزور ولایت ترمنځ پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو بس امنیتي ځواکونه لېږدول او بل بس ملکي کسان انتقالول.

د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې له ټکر وروسته یو بس اور اخیستی دی.

د رپوټ په اساس د ټپیانو د لېږد او د ژغورنې د عملیاتو لپاره پوځي چورلکې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.

د سوریې چارواکو تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند کړی. دغه لویه لاره د پرله‌پسې ټرافیکي پېښو له امله د «مرګ سړک» په نوم هم پېژندل کېږي.

سوریه چې کلونه په کې کورنۍ جګړه روانه وه، د سړکونو په شمول یې پراخې زېربناوې زیانمنې شوي دي.

#سوریه                #دمشق                #ترافیکی پیښی               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ 35 کسان مړه او 30 نور ټپیان
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press