google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
مجاهد هېواد کې د وسلهوالو ډلو په هکله د اسحاق ډار ادعا رد کړې
انصارپرس: ( دزمری4مه)، د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا ادعا رد کړه چې ګواکې ځینې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
مجاهد وویل چې افغانستان به هېڅکله اجازه ورنکړي چې خپله خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي، او دا د طالبانو حکومت د پالیسۍ یو له اساسي اصولو څخه دی. هغه ټینګار وکړ چې که کوم هېواد امنیتي اندېښنې ولري، نو کولی شي هغه د رسمي چینلونو له لارې له طالبانو حکومت سره شریکې کړي. له دې مخکې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو حکومت دې ته اړ کړي چې د "ترهګرۍ" سره د مبارزې او په افغانستان کې د "ترهګریزو" ډلو د پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي. اسحاق ډار وویل چې د "ترهګرۍ" ګواښ چې له افغانستان څخه راپورته کیږي د اسلاماباد لپاره یو له جدي امنیتي ننګونو څخه دی. خو ذبیحالله مجاهد د دوی د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د دوی حکومت د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي په اړه پر خپلې ژمنې ولاړ دی او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې وکارول شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





