google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ټرمپ او نتنیاهو به ژر د سیمې پر وضعیت مخامخ وغږېږي
انصارپرس: ( د زمري3مه)، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې روانه اوونۍ به د اسرائیلو له لومړي وزیر «بنیامین نتنیاهو» سره د ایران جګړې په ګډون پر بېلابېلو سیمهییزو موضوعاتو مخامخ خبرې وکړي.
ټرمپ تایید کړې چې «بنیامین نتنیاهو» به راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته ورشي، او دواړه به د سیمې پر روان وضعیت خبرې وکړي. ویل شوي چې «ډونالډ ټرمپ» او «بنیامین نتنیاهو» به د امریکا - اسرائیل د سټراټیژیکو همکاریو په ګډون د ډېرو نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړي. واشنګټن ته د اسرائیلو د لومړي وزیر سفر داسې مهال وروسته له هغې پلان شوی چې په وروستیو کې د دغو دواړو کسانو ترمنځ اړیکې هم په بېسارې توګه ترینګلې شوې دي. څه موده مخکې ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو لومړي وزیر په ټلېفوني خبرو کې توندې څرګندونې کړې وې او خبرداری یې ورکړی چې نور باید د سیمې د وضعیت په اړه خپله پالیسي تغییر کړي. د ځینو رسنیو د راپورونو په حواله چې ټرمپ، نتنیاهو ته توندې خبرې هم کړې وې او سپکاوی یې کړی و. څو ورځې مخکې هم د امریکا ولسمشر، ډونال ټرمپ ویلي وو چې نوموړی فکر کوي چې د ځینو نړیوالو پرېکړو په برخه کې د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو دوکه ورکړې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





