google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
خیبر پښتونخوا کې 15 پاکستاني عسکر وژل شوي
انصارپرس: ( د زمري3مه)، د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د موټربم برید له امله 15 پاکستاني عسکر وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي چې دا برید د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په «مانجهي خېل» سیمه کې د پولیسو او پوځ پر ګډې امنیتي پوستې شوی دی. د راپورونو له مخې چې له برید وروسته د یادې پوستې ډېرې برخې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او ټپي شوي عسکر روغتون ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې په دغه برید کې 12 پاکستاني پوځیان، دوه پولیس او یو د ځنګلونو د ادارې کارکوونکی شامل دي او په یاده ولسوالۍ کې وضعیت بېړنی ښودل شوی دی. تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی، خو په وروستیو کې د دا ډول بریدونو مسوولیت تر ډېره پاکستاني طالبانو (TTP) او بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ منلی و. د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې دا ډول بریدونه په بېسارې توګه زیات شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





