google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
له جرمنی څخه د افغانانو د ایستنې پیل
انصارپرس: ( د زمری لمړی)، د جرمني د هِسِن(Hessen) ایالت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دغه ایالت څخه د افغانانو د بېرته ستنولو پروسه ممکن زیاته شي.
د ایالت چارواکي وايي چې په راتلونکي کې به اخراجونه یوازې مجرمینو یا هغو کسانو پورې محدود نه وي چې امنیتي ګواښ ګڼل کیږي. د هِسِن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوزک وویل چې هغه خلک چې جرمي مخینه لري لاهم به د استنې لېست په سر کې وي؛ خو هغه افغانان چې باید د جرمني قانون له مخې له هېواده ووځي ممکن هم په دې پروسه کې شامل شي. د هِسِن ایالت د چارواکو په وینا، د دې اقدام هدف د کډوالۍ قوانین پلي کول او د هغو خلکو برخلیک ټاکل دي چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري. دا پرېکړه وروسته له هغه کیږي چې د جرمني فدرالي حکومت د افغانانو د ایستنې لپاره نور قانوني اساسات چمتو کړل. په ورته وخت کې، د هِسِن د کډوالو شورا د پالیسۍ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ایستنه پراخول کولی شي بشري پایلې ولري. ټینګار یې وکړ چې د خلکو د بېرته راستنېدو پرېکړه کولو پرمهال باید په افغانستان کې امنیتي شرایط او د بشري حقونو وضعیت هم په پام کې ونیول شي. جرمني له کلونو راهیسې د افغان کډوالو لوی شمېر کوربه توب کوي. د هغو کسانو د بېرته ستنولو مسله چې د استوګنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا اړ دي چې له المان څخه ووځي، د هېواد د کډوالو په پالیسۍ کې یوه جنجالي مسله ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





