google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
رحمت شاه د حشمتالله شهیدي په ځای لوبډلمشر وټاکل شو
انصارپرس: ( د زمری لړی)، د افغانستان کرکټ بورډ وايي د حشمتالله شهیدي له استعفا وروسته، رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو.
حشمتالله شهیدي د سه شنبې په ورځ وویل چې د خپلې شخصي پریکړې په اساس استعفا کوي. رحمت شاه چې له دې مخکې یې د مرستیال لوبډلمشر مسئولیت په غاړه درلود په ځای یې رحمنالله ګربز ټاکل شوی دی. د کرکټ بورډ خبرپانه وايي ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرکټ او د لوبډلې له جوړښت سره ځانګړې تجربه لري او د رحمنالله ګربز په مرسته به د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه افغانستان ته سترې بریاوې ورپه برخه کړي. خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه دغه لوبغاړي به د ایرلند پر وړاندې دراتلونکې لوبلړۍ پر مهال دغه مسئولیتونه په غاړه ولري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





