google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
له جرمني د مجرمو افغانانو ایستلو ته به دوام ورکړو
انصارپرس: ( د سرطان31مه)، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ په لوېدیځ ښار ټریر کې تېره اوونۍ پر یوه محصل له مرګوني برید وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی چې په جرمونو محکوم شوي افغانان باید افغانستان ته واستول شي.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې دوبرینټ په برلین کې خبریالانو ته وویل: "زه بیا هم دا یو څرګند اړین اقدام ګڼم او د افغانستان په څېر هېوادونو ته د مجرمو کسانو د استولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړم." هغه زیاته کړه چې ټولنه په څرګنده حق لري تمه ولري هغه بهرني وګړي چې په جرمونو محکوم شوي، له هېواده وایستل شي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، دی به دغه تګلاره په دوامداره او جدي توګه عملي کړي او هغه څهیې رد کړل چې د ده په خبره تل تکرارېږي چې ګواکې له رواني پلوه زیانمن کسان باید د ډیپورټ پر ځای مرستې ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه: "که لږ په څرګندهیې ووایم، موږ د نړۍ هغه برخه نهیو چې د ټولو رواني ناروغانو او په رواني اختلالاتو د اخته کسانو مسؤلیت پر غاړه واخلو." دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې تېره چهارشنبه د ټریر پوهنتون ته نږدې یو 22 کلن محصل په چاقو ووژل شو. یو 22 کلن افغان د مشکوک برید کوونکي په توګه پېژندل شوی دی. د پلټونکو په وینا، نوموړي د نامعلومو لاملونو له مخې پر عامه سړک د پخلنځي په چاقو لږ تر لږه دوه ځله د محصل د بدن په پورتنۍ برخه برید کړی. د جرمني د صدراعظم فریدریش میرتڅ په مشرۍ محافظهکار حکومت تېر کال واک ته له رسېدو راهیسې هڅه کوي چې په جرمونو کې ښکېل او نور هغه چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي، بېرته افغانستان ته ولېږي. هغه هم په داسې حال کې چې برلین لا هم په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت نهپېژني، خو د هغوی یو شمېر ډیپلوماتانو تهیې اجازه ورکړې چې په هغه هېواد کې د افغانستان قونسلي چارې مخ ته یوسي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





