google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي                
نور   د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
               
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
2026/07/20-08:52

انصارپرس: (د سرطان29مه)، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي د ایران جګړې د نړۍ د بل هر هېواد په څېر په افغانستان هم اغېز کړی او د ګازو او تیلو بیې په بې سارې توګه لوړې شوي.

د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي

دا خبره د یادې خونې مرستیال خان‌جان الکوزي ازادي راډیو ته وکړه.

هغه همداراز د اوکرایین په هدفي بریدونو کې د روسیې د نفتي تاسیساتو زیانمنېدل په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د تیلو او ګازو د لوړېدو یو بل دلیل یاد کړ.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: په تاسف سره باید ووایو چې دا د ایران جنګ په منطقه کې واقعاً نه یواځې په ایران او خلیج تاثیر کړی بلکې په ټوله نړۍ باندې یې تاثیر کړی. خصوصاً د نفتو په ارتباط باندې. نفت هغه مواد دي چې په انتقالاتو کې استفاده ترې کیږي نو ټول موادو باندې تاثیر یې کړی دی.

ښاغلی الکوزی زیاتوي: «مونږ هم او مرکزي اسیا ملکونه هم دلته د روسیې او اوکرایین جنګ هم شدت نیولی. تاسو خبر یاست چې د روسیې د نفتي موادو زیرمې څو موده مخکې د اوکرایین له خوا وویشتل شوې او ټولې خرابې شوې. نو دې هم په دې منطقه باندې تاثیر کړی نرخونه یې پورته کړي.»

الکوزی زیاتوي چې سیمه او نړۍ کې روانو کړکېچونو افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې په بېساري کچه لوړ کړي او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو په افغان مارکیټونو به خورا لویه اغېزه ولري.

زموږ په بازارونو کې ګاز او تیل ډېر زیات لوړ شوي. په بېسارې اندازې جګ شوي. دې تاثیر کړی په نورو شیانو خصوصاً ګاز چې خلک یې په کورونو کې استفاده کوي د شلو روپیو په شاوخوا کې جګ شوي. چې دا زموږ لپاره ډېر زیات لوی مشکل دی.

د راپورونو له مخې طالبانو د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول ټولو لویو او وړو ښارونو ته د تیلو او ګازو لپاره نرخنامې ویشلي.

د دې نرخنامې په اساس په کابل کې د پټرولو بیه 77 افغانۍ، د ډیزلو 73 افغانۍ او د مایع ګازو بیه 64 افغانۍ ټاکل شوې.

خو د کابل او نورو ښارونو اوسیدونکي وايي چې د مایع ګازو په بیه کې شاوخوا شل افغانۍ زیاتوالی راغلی او په اکثرو ځایونو کې ان 85 افغانۍ پلورل کېږي. د طالبانو حکومت بیا وايي چې د نفتو او ګازو د نرخونو د ثبات لپاره هڅې کوي.

 

#افغانستان                #طالبان                #گاز                #ایران                #امریکا                #روسیه               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي