google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
چین کې د ځمکېښویېدو له امله اته کسان مړه شوي
انصارپرس: ( دسرطان27مه)، نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د چین په «چونګچینګ» ښار کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمېر 8 کسانو ته رسېدلی او له 10 ډېر نور ټپيان شوي دي.
په راپورونو کې د چینایي چارواکو په حواله ویل شوي چې دا پېښه پرون (جمعه، سرطان 26مه) سهار مهال شوې او له امله یې نږدې 40 کسان لادرکه شوي دي. د چینايي چارواکو په وینا چې له دې پېښې وروسته له 1000 ډېر کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او امن ځای ته لېږدول شوي، او په ټپيانو کې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د راپورونو له مخې چې د ځمکښویېدنې د دې پېښې له امله څو استوګنیز کورونه نړېدلي او د ژغورونې عملیات پيل شوي دي. په وروستیو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ځمکې ښویېدو پېښې زیاتې شوې چې له امله یې وخت ناوخت لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوړي. د یادولو ده چې افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې یوازې سږ کال پکې د ځمکېښویېدو لسګونه پېښې شوې او له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ځمکې ښویېدو پېښې ډېری لاملونه ځمکلړزې او زیات ورښتونه بلل کېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





