google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ                
نور   بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
               
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
2026/07/17-14:39

انصارپرس: ( د سرطان26مه)، بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې تیره شپه یوې وسله والې ډلې د یفتل پایين ولسوالۍ په مقر برید کړی دی. د امنیه قوماندانۍ اعلامیه برید کوونکي "غیرمسول وسله وال" بولي .سیمه ایز منابع وايي وسله والو د طالبانو یو شمېر وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ

بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې تیره شپه یوې وسله والې ډلې د یفتل پایين ولسوالۍ په مقر برید کړی دی.

د قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ازادي راډیو ته په استول شوې اعلامیه کې برید کوونکي "غیرمسول وسله وال" بولي او وايی چې دغه برید هغه مهال وشو چې د طالبانو لوړ پوړي سیمه ایز چارواکي د ولسوالۍ په مرکز کې نه وو او د امنیتي ځواکونو له رسیدو سره سم برید کونکي په شا شول.

خو سیمه کې ولسي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې برید کوونکو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ کنټرول په لاس کې درلود.

د دغو سرچینو په وینا، وسله والو د طالبانو یو شمېر وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره شوي چې پکې د یفتل پایین ولسوالۍ په بازار کې دغه وسله وال لیدل کېږي او ښکاري چې د طالبانو وسایط او تجهیزات ورسره دي.

د امنیي قوماندانۍ اعلامیه وايي چې "یو شمېر برید کوونکي نیول شوي، ځینې نور وژل شوي او د پاتې کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي."

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا وسله وال څوک دي، خو ځینو رسنیو او رسنیزو فعالانو دغه ډله د "سپاهیان میهن" جبهې په نوم یاده کړې ده.

#افغانستان                #طالبان                #بدخشان                #جنگ               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press