google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو                
نور   ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
               
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
2026/07/15-08:11

انصاپرس: (د سرطان24مه)، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا تهران ته خبرداری ورکړی چې که له واشنګټن سره مذکراتو ته حاضر نه‌شي، امریکا به دا ځل د ایران پر برېښنايي تاسیساتو او پلونو بریدونه وکړي.

ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو

ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه شي.

د امریکا ولسمشر دا تازه څرګندونې له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې او ایران ته یې د پخوا په څېر د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.

بلخوا د ایران پوځي چارواکو ټینګار کړی چې د امریکا هر برید په بې‌ځوابه نه پرېښودل کېږي او په ټوله سیمه کې به امریکايي اډې هدف ګرځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه امریکا د ایران پر ځینو ښارونو بیاځلي پراخ بریدونه وکړل او په ځواب کې ایران په منځني ختیځ کې امریکايي اډې د ډرون او توغندیو په وسیله په نښه کړې.

بلخوا د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو ایران ته خبرداری ورکړی چې که پر دوی د ایران له لوري برید وشي، دوی به یې په ځواب کې پر ایران تر ټولو بې‌ساري بریدونه وکړي او تهران به یې درنه بیه پرې کړي.

دا خبرداري داسې مهال ورکول کېږي چې تازه ځینو کارپوهانو د ایران له لوري د «ټرمپ» او «نتانیاهو» په ګډون د احتمالي په نښه‌کېدو خبر ورکړی دی.

#ایران                #امریکا                #اسرائیل                #ترامپ               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
ټرمپ: دا ځل د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کوو
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press