google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
بریتانیايي ځواکونو په افغانستان کې د ملکي خلکو پر وژلو اعتراف کړی
انصارپرس: (د سرطان23مه)، برېتانیايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال بېګناه خلک وژلي او له زندانیانو سره یې ناوړه چلند کړی دی.
په راپورونو کې د یو پخواني برېتانیايي خبریال او د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د یو غړي له قوله راغلي چې دوی اوس پر دې مخکنیو پېښو پښېمانه دي. رسنیو د بریټانیا حکومت «د افغانستان څېړلو کمېټې» په حواله لیکلي چې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو افغان بندیان د ساتېرۍ لپاره وژل او په زندان کې به یې له دوی سره ناوړه چلند کاوه. د کره معلوماتو له مخې چې برېټانیایي ځواکونو د خپل ماموریت پرمهال د عامو خلکو پر وژنو حتا خپګان هم نهشو څرګندولی، ځکه دوی به په دې اقدام سره د «طالبانو مدافع» بلل کېده. په راپور کې د هغو دریو افغان بزګرانو کیسې ته هم اشاره شوې چې د برېټانیا ځانګړو ځواکونو د «ساتېرۍ لپاره» په ډزو ووژل، او بیا یې د هغوی کورنۍ ته د مرستې په نوم پیسې ورکړې. تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې دا درې بزګران د افغانستان په کوم ولایت کې وژل شوي دي. د یادولو ده چې د 2010 او 2013 کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري ورته لسګونه پېښې رسنیزې شوې چې په ډېرو مواردو کې «جنګي جنایت» بلل کېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





