google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د طالبانو لوی درستیز وايي جمعه فاتح کابل ته راځي
انصارپرس: (د سرطان23مه)، افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت وایي، د طالبانو حکومت او په بدخشان کې د دغه ډلې د یوه سیمهییز قوماندان جمعه خان فاتح ترمنځ "هېڅ ډول اختلاف" نهشته.
فصیحالدین فطرت کورنیو رسنیو سره په خبرو کې هغه راپورونه چې ګواکې د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف شته، د رسنیو "تبلیغات" وبلل. تر دې وړاندې، د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلاف او کړکېچ د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي وو. وروسته د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ چې دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، بدخشان ولایت ته سفر کړی دی. همدارنګه، په ځینو رسنیو کې نا تأیید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو یو پلاوی د جمعه خان فاتح سره د خبرو لپاره بدخشان ته تللی دی. فصیحالدین فطرت ویلي، جمعه خان فاتح د کورنیو ستونزو له امله ونهتوانېد چې د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه خپله دنده پیل کړي، خو د ده په وینا، ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړه چې ګواکې نوموړی د طالبانو له نظام سره اختلاف لري. د هغه په خبره، ټاکل شوې چې جمعه خان فاتح ډېر ژر کابل ته ولاړ شي. تر دې وړاندې هم د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه نا تأیید شوي راپورونه خپاره شوي، خو طالب چارواکو څو ځله دا ډول راپورونه رد کړي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





