google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شول
انصارپرس: ( د سرطان21مه)، د ننګرهار مسوولین وایي، د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یو موټر چپهکېدو له امله شپږ کسان مړه او 8 نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت امینې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه د پچیراګام ولسوالۍ په «مرغۍ» سیمه کې د ډاډسن موټر د چپهکېدو له امله شوې ده. سرچینې لیکلي چې په قربانیان کې څلور ښځې او دوه نارینه شامل دي او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي. له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي. بلخوا د طالبانو حکومت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند وژغوري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





