google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ظاهر قدیر امریکا ته سپارل شوی
انصارپرس: ( د سرطان20مه)، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال، ظاهر قدیر امریکا ته سپارل شوی او د جولای په لسمه به محکمې ته وړاندې شي.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د افغانستان د سرحدي ځواکونو پخوانی جنرال او د ولسي جرګې لومړی مرستیال، ظاهر قدیر به د جولای په لسمه د امریکا په «منهتن» کې محکمې ته وړاندې شي. د راپورونو له مخې چې ښاغلی قدیر د هیرویینو واردولو او وسلو ساتلو په تور محاکمه کېږي. د راپورونو له مخې چې امریکايي څارنوالو تور پورې کړی چې قدیر د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق اړوند یو ستر بانډ مشري کوله. د راپورونو له مخې چې که پر ظاهر قدیر دا تورونه ثابت شي، نو له لسو کلونو تر عمري بند پورې سزا به پر عملي شي. ظاهر قدیر په کینیا کې ونیول شو او څو محکمې یې هلته وشوې، تازه ویل شوي چې نوموړی د دغه هېواد له لوري امریکا ته سپارل شوی او پاتې محکمې به یې هلته ترسره شي. د ظاهر قدیر له نیولکېدو وروسته ګڼو افغان سیاسي څېرو غبرګون څرګند کړ او د نوموړي د خوشېکېدو غوښتنه یې وکړه.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





