google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تازه لړۍ پیل شوه
انصارپرس: ( د سرطان20مه)، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تازه لړۍ د جمعې په ورځ د (جولای لسمه) پیل شوې ده.
د پاکستان حکومت په وروستیو کې اعلان کړې وه چې د جولای له لسمې وراخوا د هغوو افغانانو نیول پیلوي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني ویزه او اسناد نه لري. دغې پریکړې د پلازمینې اسلام اباد په ګډون د دې هېواد په بیلابیلو ښارونو کې افغان کډوال پریشانه کړې. د دغو افغان کډوالو په خبره،"د نیولو کیدو او اخراج له خطر سره مخ دي". دوی وايي، په افغانستان کې يې ژوند په خطر کې وو، ځکه پاکستان ته کډوال شول. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د کورنیو چارو وزارت د پلازمینې اسلام اباد په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې چارواکو ته د هغوو افغانانو د نیولو او شړلو امر کړی چې قانوني ویزې او اسناد نه لري. د بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د غیر قانوني بهرنيانو د اخراج په اړه یو کمپاین پیل کړی. پاکستاني چارواکي وايي، ښايي د اخراج په دې لړۍ کې څه باندې 20زره افغان کډوال په جبري توګه یوازې له پېښور څخه افغانستان ته اخراج شي. د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره هممهاله، اسلام اباد په دې هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د اخراج پروسه ګرندۍ کړې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





