google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
دنړیوال جام په یوه مهمه لوبه کې هسپانیه او بلجیم سره مخامخ کیږي
انصارپرس: ( د سرطان19مه)، د هسپانیې د فوټبال ملي لوبډله د شپی 11:30 بجی د نړیوال جام د کوارټر فاینل په پړاو کې د بلجیم له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه د امریکا د کالیفورنیا ایالت د اینګلووډ په ښار کې ترسره کېږي. د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې د فرانسې له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي. د فرانسې ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ مراکش ته 2-0 ماته ورکړه اونیمه پایلوبې ته ووتله. همدارنګه، ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ ناروې او انګلستان د کوارټر فاینل په بلې لوبه کې سره مخامخ شي، او د ارجنټاین او سویس ترمنځ سیالي د یکشنبې ورځې لپاره ټاکل شوې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





