google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
واشنګټن له طالبانو وغوښتل چې امریکايي بندیان خوشې کړي
انصارپرس: ( د سرطان19مه)، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي طالبان د " یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ" ته دوام ورکوي او له طالبانو یې وغوښتل چې پاته امریکايي بندیان خوشې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابیت سټیکني داهم وویل چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې ودروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت سټیکني د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ 18مه) له ازادي راډیو سره مرکه کې وویل چې طالبان د "یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ" تګلارې ته دوام ورکوي. هغې یوځل بیا د امریکايي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه او وویل: "له بده مرغه وینو چې طالبان د یرغمل ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي، او موږ غواړو چې ټول هغه امریکایي وګړي چې په ناحقه نیول شوي خوشې شي." د 2021 کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تیرو کلونو کې د دوی له زندانونو څخه پنځه امریکایي وګړي خوشې شوي دي، خو د راپورونو له مخې لږ تر لږه دوه نور لا هم بندیان دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





