google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
متقي او الکتبي د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی
انصارپرس: ( د سرطان18مه)، د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر، سیف الکتبي سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، د همکاریو د پراختیا او ځینو سیمهییزو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي. د وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې ښاغلي متقي له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې مخ پر وده بللې او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا لپاره خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې کړي. د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د متحده عربي اماراتو سفیر، سیف الکتبي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې همکارۍ د خوښۍ وړ بللې او ټینګار یې کړی چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د نږدې او دوامدارو همکاریو پراختیا ته ژمن دی. د یادولو ده چې د طالبانو حکومت او متحده عربي اماراتو اړیکې له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





