google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په افغانستان کې د اوږدمهال حل لارو لپاره د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګار
انصارپرس: (د سرطان17مه)، د ملګروملتونو جګپوړي چارواکي وایي، په افغانستان کې د خصوصي سکټور له ملاتړڅخه هدف دادی چې ستونزو ته اوږد مهاله حل لارې وموندل شي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنر برهم صالح په مزارشریف کې د ملګروملتونو له ملاتړڅخه د برخمنو خصوصي سکټور له پروژو څخه د کتنې په مهال فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، دا مهمه ده چې موږ دلته حضورولرو څو د مېشتېدو، ټولنیز ادغام، بقا، او له بقا ورهاخوا د معیشت او دوامدارو حللارو په برخه کې مرسته وکړو. د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو چې له هغه سره ملګری و، دې آژانس ته وویل چې د دواړو ادارو له خوا له سوداګریزو شرکتونو سره همکاري کولای شي د اوږدمهاله حللارو د موندلو لپاره د پیل یوه ښه زمینه برابره کړي. هغه وویل: "هغه تګلاره چې موږ دلته غوره کړې، په حقیقت کې دا ده چې سمدستي د اوږدمهاله لیدلوري پر بنسټ عمل وکړو او یوازې په لنډمهالو او بیړنیو اړتیاوو بسنه ونه کړو." د ملګرملتونو دغه جګپوړي چارواکي له بیړنیو بشري مرستو ورهاخوا د افغانستان د ځان بساینې په هدف له خصوصي سکتورڅخه د ملاتړخبره داسې مهال کوي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم نړیوال نندارتون پای غونډې مراسمو کې ویلي چې افغانستان په اوس وخت کې په ګڼو سکټورونو کې ځان بسیانې ته رسیدلی دی. د هغه په خبره وروستیو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د تولیدي توکو شمیر له 500 څخه دوه زره بیلابیله ډولو ته لوړشوی. خو د دغو پرمختګونو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هیوادونو په کتار کې دی چې له سختو بشري ناورینونو سره مخامخ دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





