google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي                
نور   ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
               
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
2026/07/07-06:01

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ټینګار کړی چې ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسي پیدا نه کړي او له دغه هېواد سره د امریکا مذاکرات ښه روان دي.

ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي

ټرمپ ادعا کوی چې امریکا به خپلو موخو ته رسېږي او ایران به نه پرېږدي چې اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې څو ورځې وړاندې د ایران مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه‌يي د جنازې مراسم هم وشول او د ګڼو هېوادونو استازي ورغلي وو.

دغو مراسمو ته له افغانستان څخه د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر هم ورغلي وو.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دغو مراسمو پرمهال ویلي وو چې ایران ته یې د خامنه‌يي د جنازې لپاره یوه اوونۍ وخت ورکړی دی.

ټرمپ ادعا کړې وه چې که امریکا وغواړي د دغو مراسمو پرمهال د ایران لوی لوی چارواکي ختمولی شي، خو په وینا یې چې امریکا دا کار نه کوي.

بلخوا یو شمېر کارپوهانو لا هم د ایران او امریکا ترمنځ وضعیت ترینګلی ښودلی او هره شېبه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې امکان په ډاګه کړی دی.

 

#ایران                #امریکا                #ترامپ                #جګره               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
ټرمپ : له ایران سره مذاکرات ښه روان دي