google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لس کسان وژل شوي
انصارپرس: ( د سرطان15مه)، روسیې نن دوشنبې سهاروختي د اوکراین پر پلازمېنې کیف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پراخ برید وکړچې په نتیجه کې یې لږ تر لږه لس کسان ووژل شول.
دا برید څو ساعته وروسته له هغې وشو چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی وچې روسیه به ډیرژرپراوکراین پراخ برید ترسره کړي. اوکرایني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې د هستوګنې ودانۍ په نښه شوي او نور 46 کسان پکې ټپیان شوي دي. د اوکراین هوایي ځواکونو وویل چې مسکو په دغو بریدونو کې 68 توغندیو او له 351 ډرونونو کاراخیستی دی. د روسیې پوځ ویلي چې دغه بریدونه یې د روسیې پرملکي تاسیساتو د "تروریستي حملو" په ځواب کې ترسره کړي دي. تردغو بریدونه یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ زیلینسکي خبرداری ورکړ چې د اوکراین استخباراتي معلومات ښیي چې روسیه د یوې نوې حملې لپاره چمتووالی نیسي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





