google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اوچا: په هر 100 زرو ولادتونو کې 600 میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي
انصارپرس: ( د سرطان13مه)، د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر په افغانستان کې د میندو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه دفتر پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" پر زده کړو بندیز روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی لا محدود کړی او د منیدو او ماشومانو ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی". په عین حال کې له زده کړو راګرځول شوي نجونې وايي،" پر زده کړو د طالبانو محدودیتونه به په افغانستان کې د ښځو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي". له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا افغانستان د هغوو هېوادونو په ډله کې شامل کړی و چې د منیدو او ماشومانو مړینه په کې لوړه کچه لري. د دغې ادارې په ټکو،"په هرو 100 زرو ولادتونو کې 600 میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي". خو د طالبانو د حکومت چارواکي تل په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت خبره ردوي. بل پلو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې تر 2030 کال پورې افغانستان ښایي د روغتیا په برخه کې 5400 ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړي. په 2021 کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړې منع شوې، په 2022 کال کې د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی پر مخ وتړل شوې، او په 2024 کال کې د نجونو او ښځو لپاره په طبي نیمهعالي انسټیټیوټونو کې هم زده کړې منع اعلان شوې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





