google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ویتاکر : له ایران سره د جګړې اړوند اختلافات پای ته رسېدلي
انصارپرس: (د سرطان12مه)، ناټو کې د امریکا دایمي استازی وايي چې له ایران سره د جګړې په تړاو د واشنګټن او ځینو متحدانو ترمنځ اختلافات اوس پای ته رسېدلي دي.
متیو ویتاکر ویلي، هغه کړکېچونه چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له امله رامنځته شوي وو، اوس له منځه تللي او د ناټو غړي انقره کې د مشرانو د راتلونکې غونډې په درشل کې ډېر همغږي شوي دي. ویتاکر خبریالانو ته وویل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې امله ناخوښ و چې د ناټو ځینو غړو هېوادونو امریکا ته اجازه ورنه کړه چې د ایران پر ضد په عملیاتو کې د دوی اډو یا هوايي حریم څخه استفاده وشي او وروسته یې پر دې بریدونو نیوکې هم وکړې. د راپورونو له مخې، د ایران وروستۍ جګړه او د اوکراین د جګړې اړوند مسایل د ناټو د راتلونکې سرمشریزې له مهمو موضوعاتو څخه دي. ټاکل شوې چې دا غونډه د دفاعي بودجې پر زیاتوالي، د پوځي صنایعو د ظرفیت پر پراختیا او په منځني ختیځ کې د ناټو پر رول متمرکزه وي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





