google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ټرمپ: ایران سره خبرې ډیرې ښې پرمخ ځي
انصارپرس: (د سرطان11مه)، د متحدو ایالاتو ولسمشر پرون وویل چې ایران سره خبرې «ډیرې ښې» پرمخ ځي.
دونالد ټرمپ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا څو ورځې مخکې په ایران سخت بریدونه وکړل خو د دواړو خواوو ترمینځ قطر کې وروستۍ غونډې ښې ترسره شوي دي. ټرمپ داهم وویل چې «د ایران د اټومي وسلې د لیرې کولو بهیر په ښه توګه د پرمختګ په حال کې دی.» ټرمپ زیاته کړه چې «ښې غونډې شوي او ګورو چې څه کیږي. « رسنیو د ټرمپ له دغو څرګندونو څو ساعته مخکې رپوټ ورکړ چې په دوحه کې دامریکا او ایران ترمینځ غیرمستقیمې «تخنیکي خبرې» وشوې. د پاکستان او قطر په منځګړیتوب دغه خبرې دایران او امریکا ترمینځ د وروستي تفاهم لیک د پلي کولو لپاره ترسره شوي دي. لوی امریکايي مرکچیان، سټیف ویتکاف او جرد کوشنر قطري منځګړو سره خبرو لپاره دتیرې دوشنبې په ورځ دوحې ته ورسیدل او دسه شنبې په ورځ یې صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره ولیدل. خو ټاکل شوې نه ده چې دوی په تخنیکي خبرو کې برخه واخلي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





