google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ازبکستان او قطر د افغانستان د دوامدار پرمختګ ملاتړ کړي
انصارپرس: ( د سرطان10مه)، ازبکستان او قطر د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییزو هڅو په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف او په ازبکستان کې د قطر د سفیر حسن حمزه هاشم تر مینځ غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د همکاریو پر پراخولو، او همدارنګه پر هغو فرهنګي او بشري نوښتونو خبرې شوي چې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اوږدمهاله پرمختګ کې مرسته کولای شي. ازبکستان او قطر افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو دغو دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د زیربنايي پروژو، سوداګرۍ او بشري مرستو له لارې له افغانستان سره د فعال تعامل سیاست تعقیب کړی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





